هرات (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د هرات سيمه ييزو چارواکو ويلي چې د هرات هوايي ډګر قوماندان ډګروال عبدالحى د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمو د لوی رياست ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې دا پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل چې د هرات هوايي ډګر قوماندان له نيول کېدو وروسته د ځواب ويلو لپاره مرکز ته لېږدول شوى او تر اوسه څرګنده نه ده چې په څه جرم نيول شوى دى.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده هم د نوموړي د نيول کېدو پخلى وکړ او ویې ويل چې په دې اړه به نور جزئيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن