ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او لغمان کې ۱۴ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

20 Sep 2017 - 11:06
20 Sep 2017 - 11:06

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وږی ۹۶): ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د هوايي بريد او ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د افغان ځواکونو "صفر دوه " قطعې د غوڅ ملاتړ په همکارۍ د مرکز اړوند د الینګار د سیند ختیځې څنډې ته د پنج پای په سیمه کې عملیات کړي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د یوه ډلمشر ګل محمد عدالت په ګډون  اووه وسله وال وژل شوي، درې ټپيان او څلور نور افغان ځانګړو ځواکونو ژوندي نيولي دي .

د ځواک د معلوماتو له مخې، ګل محمد عدالت او د هغه تروریستي ډلې په یاده سیمه کې په ډېری جنایتونو، د سړک غاړې ماینونو خښولو او د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو کې لاس درلود، چې   دغه ډله له مخکې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څار لاندې وه.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې څلور داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، پرون ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ ماڼوګانو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد په ترڅ کې دوه بهرني داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه وايي، د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

داعش او طالب وسله والو تراوسه د خپلو کسانو  د وژل کېدو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version