فيض آباد (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى چې د خپلې نوې کړنلارې د شريکولو په موخه بدخشان او تخار ولايتونو ته تللى، وايي چې د دولت وسله وال مخالفين بايد له شته فرصت نه استفاده وکړي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال عطا الرحمن سليم چې د شورا د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تخار او بدخشان ولايتونو ته تللى، نن يې په بدخشان کې يوې خبري ناستې ته وويل چې پلاوي يې په دې دوو ولايتونو کې د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره ليدلي او خلکو هم د شورا له نوې ستراتيژۍ هرکلى کړى دى.
د سولې عالي شورا مرستيال وويل: ((هيله لرو چې د سولې عالي شورا نوې ستراتيژي به د خلکو په همکارۍ سره وکولى شي چې افغان سوله کې ښې پايلې ولري.))
نوموړي زياته کړه چې د دولت د وسله والو مخالفينو پر مخ د سولې د خبرو اترو دروازه پرانېستې او بايد دوى له دې فرصت نه استفاده وکړي او د افغانستان د ګټو د خوندي کولو لپاره له سولې پروسې سره يو ځاى شي.
سليم وويل چې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو د طالبانو ټينګار يوه پلمه ده؛ ځکه چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته د پاتې کېدو دليل خپله طالبان دي، کله چې دوى د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، نور په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا هم نه ليدل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن