کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د نړيوال اتصال او تحليل مؤسسې مشر انتظار خادم له درې ورځنې بند وروسته راخوشې شو.
نوموړى د تېرې چهارشنبې په ورځ، هغه مهال چې له هند څخه راستون شوى و، په کابل کې د ملي امنيت د عمومي رياست له خوا نيول شوى و.
د ولسي جرګې غړو او مدني فعالانو نن ويلي وو چې ملي امنيت، انتظار خادم د قانون خلاف نيولى او بايد راخوشې شي.
خو يوې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړى نن ماښام له بنده ازاد شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن