فراه (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د قطري سوداګرو او د الغرافه خيريه موسسې شيخ علي بن عبدالله آل ثاني په مشرۍ دېرش قطري وګړي فراه ولايت ته د څو پراختيايي پروژو د پرانيستې لپاره راغلي دي.
د فراه والي د دفتر مشر حکمت الله نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي ٣٠ تنه پرون فراه ولايت ته رسېدلي دي.
د نوموړي په خبره، دغه پروژې چې ټاکل شوې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، د دې موسسې له لوري تمويل شوې دي.
نظري په دې اړه زيات جزئيات وړاندې نه کړل، خو د فراه د مدني ټولنو شبکې مشر بريالى غفاري وايي چې د ژوبڼ، د روږدو کلينيک، د کډوالو ښارګوټي کلينيک، د څو ښوونځيو د ودانيو، رنوې کرښې او د دغه ولايت د هوايي ډګر لپاره د ترمينال او اطفايې مرکز رغول هغه پروژې دي چې ټاکل شوې د قطري وګړو له لوري ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
يادې سرچينې د دې پروژو لګښت نه دى په ډاګه کړى.
د دغه مدني فعال په خبره، قطري شيخانو په وروستيو درېيو کلونو کې د فراه ښار جامع جومات او د دغه ولايت په مرکز او جوين ولسوالۍ کې ګڼ مسجدونه جوړ کړي دي.
په دغه ولايت کې يوې بلې سرچينې چې په راپور کې يې د نوم له يادولو ډډه کوله، وويل چې قطري عرب به په نږدې ورځو کې په دغه ولايت کې څو نورې پروژې هم داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن