مهترلام (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦): د لغمان مسوولين وايي، د دې ولايت په مرکز کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله لس ماشومان ټپيان شوي دي.
د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته د ۳ بجو په شاوخوا کې د مرکز اړوند د عمرزیو د سمڅو په سیمه کې په یوه ډله کوچنیانو د نارنجک یوې ناچاودې مرمۍ انفجار کړی چې له امله یې لس تنه ماشومان زخمیان شوي دي.
ده زياته کړه، دغه مرمۍ چې په سیمه کې له پخوا څخه پاتې وه، د ماشومانو له لوري تر ټکول کېدو وروسته چاودېدلې، چې د زخمیانو له جملې د څلور تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د هغه په وينا، ټپيان چې عمرونه يې د اتو او څوارلسو کلونو تر منځ دي، دا مهال د مهترلام په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دى وايي، د ولايت مقام په دغې پېښه د خواشینۍ په څرګندولو سربېره په ټولو ولسونو غږ کوي، چې د ناچاودو مهماتو او نورو مشکوکو شیانو د لیدو پر مهال په سیمه کې نږدې امنیتي او کشفي ارګانونه ته ژر تر ژره خبر ورکړي، څو په راتلونکي کې د داسې ناوړه پېښو مخه نیول شوې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن