اسعد اباد (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) : ځايي چارواکي وايي چې د داعش وسله والې ډلې د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو پر امنيتي پوستو پراخه بريدونه پيل کړي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د مرغومي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې داعش ډلې د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل سيمې د پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو پر څو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه تازه سيمې ته رسېدلي او هلته سخته جګړه روانه ده.
سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
خو د کونړ د روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل چې تراوسه دوى ته د ديوه ګل له جګړې څخه درې جسدونه او ٨ ټپيان راوړل شوي دي.
نوموړى وايي چې دغه مرګ ژوبله سيمه ييزو پوليسو او په ياده سيمه کې مېشتو پاڅون کوونکو ته اوښتې ده.
ډاکټر سهاک د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن