کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسوولينو سره له پاکستانه د افغان کډوالو پر ايستلو خبرې وکړې.
د پاکستان حکومت څو ورځې مخکې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده يواځې يوه مياشت (د جنورۍ تر ٣١مې) پورې وغځوله.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي او په هېواد کې د ژمي د يخ موسم له امله د ٢٠١٨ زېږديز کال د مارچ مياشتې تر ٣١ مې نېټې پورې د دوى د ستنېدو لړۍ ځنډلې وه.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د مرغومي په ٢١مه د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشرې رويندريني مينيک سره وليدل.
د افغان سفارت مرستيال زردشت شمس چې په دې ليدنه کې يې شتون درلود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کتنه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د پروسې په ګډون د افغان کډوالو پر اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
بلخوا هغه وايي چې د پاکستان حکومت لا دوی ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه رسمي خبر نه دی ورکړی.
د هغه په وينا، دوی له پاکستاني چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او نورو اړوندو ادارو سره خبرې کړې دي چې د اسلام له لوري ورکړل شوې د یوې میاشتې موده نوره هم وغځول شي.
په پېښور کې افغان کونسل جنرال معين مرستيال د افغان کډوالو په اړه ويلي چې د پاکستان کابينې د هغوى د ايستلو په اړه حکم نه دى کړى، بلکې اړوندو ادارو ته يې ويلي چې د جنورۍ له ٣١مې وروسته په خپله خوښه په درناوي سره د افغان کډوالو د تګ لپاره ستراتيژي جوړه کړي.
د هغه په وينا، دا نا ممکنه ده چې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي، په کم وخت کې و ايستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن