کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٦): د ناروي د دفاع وزير وايي، ترهګري د سيمې او نړۍ لپاره ناوړه پديده ده او د مبارزې لپاره يې دا هېواد ټينکه اراده لري.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه خبرې، نن د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې کړې دي.
سرچينه کاږي، چې د ناروي شاهي دولت د دفاع وزیر فرانک بک جنسن وويل چې ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره ناوړه پدیده ده او د مبارزې په لاره کې یې د خپل هېواد ټینګه اراده او ژمنتوب په ډاګه کړ.
نوموړي د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې له افغان ځواکونو سره د مرستې او روزنې په برخه کې د خپل همکاریو له دوام څخه د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ.
ناورې له ۲۰۰۱ میلادي کال راپدېخوا د پولیسو د روزنې او تجهیز ترڅنګ د پرمختیايي او بیارغونې په برخو کې مرستې کوي.
سرچينه کاږي، د ملي امنيت سلاکار اتمر په دې کتنه کې وویل، چې د پولیسو په چوکاټ کې د بحراني حالت پر وړاندې د چټک غبرګون د ځانګړي نظامي ډلې د روزنې او تجهیز په برخه کې د ناورې هېواد د مرستو دوام د قدردانۍ وړ دی.
نوموړي د ناروې دفاع وزیر ته د وسله وال پوځ د څلور کلن پراختیايي پلان په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ویل، له ترهګرۍ سره د کلکې مبارزې ترڅنګ د وسله والو ځواکونو په لیکو کې له فساد سره مبارزه په جدیت روانه ده او د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې کتنه کې د سیمې د امنیت او ثبات په اړه هم خبرې وشوې، دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د صادقانه مبارزې په لاره کې همغږي او د همکارۍ روحیه پیاوړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن