کندوز (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): د کندوز والي اسدالله عمرخېل هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د ولسمشر د حکم خلاف پر خپلې دندې پاتې کېږي.
دوه ورځې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د کندوز د والي په ګډون د يو شمېر ولايتونو واليان له دندې ګوښه او ځيني نور يې بيا د نورو ولايتونو د واليانو په توګه وګومارل.
په دغو کسانو کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د کندوز لپاره نوى والي وټاکل شو، خو د کندوز د والي اسدالله عمرخېل نوې دنده نه ده اعلان شوې.
خو پرون د سمنګان مخکني والي عبدالکريم خدام وويل، تر هغه چې جمعيت او ترکمنانو پرېکړه نه وي کړي، د ولسمشر د حکم پر بنسټ له خپلې دندې نه ګوښه کېږي.
بل لور ته د کندوز لرې کړل شوي والي اسدالله عمرخېل د سلواغې په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګوښه کېدو په برخه کې د ولسمشر حکم ورته د منلو وړ دى.
ده زياته کړه: ((زه د ولسمشر حکم ته احترام لرم او هر څوک چې د کندوز د والي په توګه معرفي کړي، زه ورسره مشکل نه لرم.))
اسدالله عمرخېل د دعوت ګوند غړى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې ټول واليان بايد د ولسمشر حکم عملي کړي.
ده وويل: ((موږ د ولسمشر د حکم ملاتړ کوو، ټول يې بايد حکم ومني.))
ايوبي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د کندوز پخوانى والي اسدالله عمرخېل په يو بل ځاى کې پر دنده وګوماري.
د يادونې ده، د واليانو د لرې کولو په برخه کې د لومړي ځل لپاره د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د ولسمشر د حکم مخالفت وکړ.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې عطامحمد نور له دندې ګوښه او پرځاى يې انجنير داوود پر دنده وګومارل شو خو عطامحمد نور تر اوسه خپلې دندې ته ادامه ورکوي او د ولسمشر حکم نه مني.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن