کابل (پژواک، ٢ کب ٩٦) : جرمني له خپل هېواد څخه افغانستان ته د افغانانو د لېږدولو د لړۍ په ترڅ کې ١٤ نور کسان کابل ته را ولېږدول.
جرمني رسنيو د کب په ٢مه،خبر ورکړى چې له ٢٠١٦ زېـږديز کال راهيسې دا لړ ۍ پيل شوې او دا لسمه ډله ده چې افغانستان ته لېـږل کېږي.
سرچينې زياته کړې،په جرمني کې د بشري حقوقو د ځينو ادارو او افغانانو له احتجاج او لاريونونو سره سره نن ١٤ نور کسان کابل ته لېـږل شوي دي.
په راپور کې راغلي، دغه ١٤ کسيزه ډله تېره شپه د جرمني له مونيخ ښار څخه په يوه الوتکه کې په داسې حال کې لېږل شوي چې ويل کېږي دوى جرمي دوسيې هم لرلې.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو سرچينې وايي، دغه وزارت د هغو افغانانو ارزونه پيل کړې چې په دغه هېواد کې جرمي سابقه او يا دوسيې ولري.
سرچينې وايي،افغانستان ته د بېرته لېږل کېدونکو کسانو په لېست کې ٥٨ تنه دي،خو تېره شپه يواځې ١٤ تنه په يوه جرمني الوتکه کې لېږل شوي دي.
بلخوا د جرمني د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بېرته لېږل شوو افغانانو کې يې شپږ تنو جرمي قضيې لرلې او نورو يې له قوانينو څخه سرغړونې کړې دي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن