غزني (پژواک، ٤ کب ٩٦): د غزني د امنيې قوماندانۍ د مالي چارو مرستيال غلام يحيى د دغه ولايت په مرکز غزني ښار کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د دغه خبر په تاييد سره وايي چې غلام يحيى نن له غرمې وروسته د غزني ښار په قلعه نو سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوی دى.
هغه وايي چې بريد کوونکو د غلام يحيى موټر هم له ځان سره بیولی دى.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن