ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان په شل اووريزو سياليو کې هم لومړى مقام خپل کړ

25 Feb 2018 - 16:22
25 Feb 2018 - 16:22

کابل (پژواک، ٦ کب ٩٦): د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان د کرکټ د شل اووريزو نړيوالو سياليو په درجه بندۍ کې هم لومړى مقام خپل کړى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دوو شل اووريزو نړيوالو لوبو کې د ښې لوبې له امله له دويم مقام څخه لومړى خپل کړى دى.

د يادونې ده، د کرکټ نړيواله شورا هره مياشت د کرکټ لوبه کوونکو هېوادونو او لوبغاړو نړيواله درجه بندي اعلانوي، تېره مياشت راشد خان په توپ اچوونکو کې دويم مقام درلود.

راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دوو نړيوالو شل اووريزو سياليو کې چې دواړه افغانستان وګټلې، پنځه لوبغاړي سوځولي وو.

د کرکټ نړيوالې شورا د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې راشد خان د ٧٥٩ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او د نيوزيلينډ سوډي د ٧٠٠ نومرو په ترلاسه کولو سره دويم او د ويسټ انډيز ساميول بدري د ٦٩١ نومرو په لرلو سره درېيم مقام خپل کړى دى.

راشد خان څو ورځې مخکې چې د زمبابوې پر وړاندې پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې ١٦ لوبغاړي وسوځول، د کرکټ په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې يې هم لومړى مقام خپل کړى و.

هغه د کرکټ د نړۍ لومړى کم عمره لوبغاړى شو چې لومړى مقام خپلوي او په دې سره يې نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

دغه راز د افغانستان بل لوبغاړي محمد شهزاد هم دوه مقامه رامخکې شوى او له دوولسم څخه يې لسم مقام ته پرمختګ کړى دى.

درېيم افغان لوبغاړى محمد نبي د شل اووريزو سياليو د الراونډرانو په کټګورۍ کې بيا درېيم مقام خپل کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version