ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان خلک: په روغتيايي مرکزونو کې هېڅ ډول اسانتياوې نشته

7 Mar 2018 - 16:53
7 Mar 2018 - 16:53

شبرغان (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د جوزجان څيني اوسېدونکي د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست کې د طبي درملو له نشتوالي شکايت کوي او ادعا لري چې ناروغان د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته مراجعه  کوي، خو د اړتيا وړ درمل له بازاره پېري.

د شبرغان ښار اوسېدونکي محمد قربان چې زوى يې د ستوني عمليات لپاره د شبرغان ولايتي روغتون ته راوستلی، وويل چې له ناروغانو سره د ډاکترانو چلند ښه دى، خو ناروغانو ته وړيا درمل نه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه: ((سره له دې چې نړيوالې ټولنې له عامې روغتيا وزارت سره پرېمانه مرستې کوي، خو په روغتونونو کې لا ناروغانو او ناروغ لرونکو ته ډېر کوچني خدمتونه هم نه دي شوي، زه د دې شاهد يم چې ډاکتران په روغتون کې د عملياتو ترسره کولو لپاره له شخصي طبي وسايلو استفاده کوي.))

قربان زياته کړه: ((نه پوهېږم چې دا ټولې مرستې چېرته ځي، ولې د خلکو ستونزو ته پام نه کېږي او څوک ورته ځواب نه وايي، څوک چې پيسې لري خپل د اړتيا وړ درمل له بهره چمتو کوي، خو بې وزلي خلک له ستونزو مخ کېږي او ناروغان يې له درمل اخيستلو پرته له روغتون نه وځي.))

د جوزجانې يوې اوسېدونکې خالدې وويل، داسې وه چې تر يوې اندازې به ناروغ ته د اړتيا وړ درمل وړيا ورکول کېدل، خو اوس ډاکتران خپلو ناروغانو ته پرزه ورکوي، څو د خپلې اړتيا وړ درمل له بازاره وپېري.

هغې زياته کړه چې دغه کار د ځينو ناروغانو او ناروغ لرونکو لپاره ستونزه جوړه کړې؛ ځکه چې هر کس له بهره د درملو پېرلو توان نه لري.

هغه زياته کړه چې د روغتيا رياست منسوبين په روغتون کې شته امکاناتو ته په پام سره روغتيايي خدمتونه ترسره کوي، خو د اړينو درملو په برخه کې له ستونزو او محدوديتونو سره مخ دي.

خو جميشدي زياته کړه: ((تل مو هڅه داده چې له توان سره سم لومړى وکولى شو د بستر ناروغان او وروسته سراپا ناروغانو ته اړين خدمتونه ترسره کړو.))

د عامې روغتيا مشر د خپلو خبرو په پاى کې په ولايتي روغتون کې د طبي درملو د کمښت ستونزې د حل په اړه وويل چې په دې برخه کې يې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ته ځانګړي وړانديزونه کړي، څو په دې برخه کې اړين تصميمونه ونيسي.

په جوزجان ولايت کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ٤٣ مرکزونه فعال دي چې څلور مرکزونه يې د روغتون په کچه او پاتې هم د کلينيک په بڼه طبي چارې ترسره کوي.

په يادو څلورو روغتونونو کې دوه هغه په شبرغان ښار او دوه نور په درزاب او اقچه ولسوالیو کې روغتيايي چارې ترسره کوي او د ناروغانو لپاره ٣٣٠ بسترونه شتون لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version