کابل (پژواک، ١٧کب ٩٦): د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت خبرو کې د سياسي مشارکت پر لوړېدو ټينګار وکړ.
نوموړي د ښځو نړيوالې ورځې (د مارچ ٨مې) په مناسب د ملي امنيت شورا دفتر کې جوړ شوو مراسمو کې د ښځو د سياسي مشارکت پر لوړېدو ټينګار وکړ.
اتمر د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره د ښځو فعاليتونو ته په اشارې سره وويل: ((د افغان ښځو مبارزه په ټولو برخو کې د پام وړ ده، افغان حکومت هم د هغوى د حقوقو خوندي کولو ته ژمن دى.))
د ملي امنيت شورا سلاکار زياته کړه چې په کورنيو، بهرنيو، ملي او نړيوالو مسايلو کې د مېرمنو ونډې ته دې درناوى وشي او دوى مستحق دي چې له خپلو انساني حقونو په ټولو برخو کې کلک ملاتړ وکړي.
اتمر وويل: ((موږ ددې تر څنګ دغه ټولو ارزښتونو او ژمنو ته د اسلام، اساسي قانوني او نړيوالو قوانينو پر بنسټ ژمن يو، افغان حکومت د ښځو د کار حق او بېلابېلو کچو د سياسي مشارکت حق باندې تمرکز لري او دغه موخې عملي کوي، پر دې سربېره دې ښځې هم لاس په کار شي، څو خپل حقونه تر لاسه کړي.))
هغه وويل چې د ښځو د ملاتړ لپاره بايد سيمينارونه جوړ شي چې له لارې يې د ښځو حقوق د اسلامي، اساسي قانون او ټولنيز موقف پر بنسټ بيان شي.
حنيف اتمر وويل چې د ملي امنيت شورا د مشرتابه دفتر راتلونکي کال کې درې لومړيتوبونه لري چې د ښځو د وضعيت ښه کېدو سبب به شي . په دې لومړيتوبونو کې په ترتيب سره د بيان له ازادۍ ملاتړ او په دې برخه کې د ښځو د ونډې زياتوالى، په امنيتي ځواکونو کې د ښځو د شمېر لوړول او درېيم هم د ښځو ظرفيت لوړلو لپاره د زده کړو زمينه مساعدول شامل دي چې له دې ډلې ١٢ بورسونه د ملي امنيت شورا کارکوونکو او ١٢نور هم ښځينه خبريالانو ته ځانګړې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن