ګردېز (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ٧ پوليس وژل شوي دي.
د زرمت امنيه قوماندان دوهم څارن سيد مير پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته ګڼو وسله والو طالبانو د نېک نام سيمې پر پوستې بريد کړى و او په پايله کې يې اووه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.
ده زياته کړه، وسله والو سيمې ته په ورغلې لاره کې ماينونه خښ کړي وو او درې ځايه کمين نيول شوى و، چې له امله يې د دوى د نورو ملاتړو امنيتي ځواکونو له ور رسېدو مخکې، پوستې هم سقوط کړى دى.
د هغه په وينا، ياده شوې پوسته يې وروسته بېرته نيولې او فعاله کړې ده.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم بيا وايي چې په دې نښته کې څلور طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن