کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): پوليسو نن د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د لسګونو موټرو تورې ښيښې پاکې کړې او يو ميل بې جوازه وسله یې هم ترلاسه کړې ده.
هغوى د موټرو تورې ښيښې د کابل ښار د مسعود، دهبوري او دهمزنګ څلورلارو او ځينو نورو سيمو کې پاکې کړې دي.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد داوود امين خبريالانو ته وويل: ((د تورو ښيښو لرونکي ډېری موټر د لوړپوړو چارواکي دي. له هغوی زما غوښتنه دا ده چې د خپلو موټرو له ښيښو تور فلمونه لرې کړي.))
هغه وايي، پوليس د قانون په چوکاټ کې په دې برخه کې ډېر جدي دي او خدای مه کړه دوی له کومې ناوړې پېښې سره مخ نه شي.
د موټرو د تورو ښيښو پاکولو او ناقانونه وسلو راټولولو د دغه کمپاين پر مهال د ملي شورا د دوو غړو موټر چې ښيښې يې تورې وې، هم د پوليسو له خوا ودرول شول، خو بېرته د تګ اجازه ورکړل شوه.
امين د ملي شورا د یادو غړو نومونه ياد نه کړل، خو ويې ويل چې د هغوى د موټرو ښيښې په کمپنۍ کې تورې جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، د ملي شورا دغو غړو له پوليسو سره ژمنه وکړه چې دغه ښيښې به بدلوي.
دغه راز پوليسو د مسعود په څلورلاره کې له يوه کس څخه يو ميل بې جوازه ګرينوف او له يو موټره د مخابرې انتن ترلاسه کړي.
تر دې مخکې هم څو ځلې په کابل ښار کې ورته کمپاينونه ترسره شوي، خو اوس هم ډېر کسان د تورو ښيښو په موټرو کې ګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن