کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيلولو په خاطر د پاکستان لومړي وزير ته کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه خپل حضور ته ومانه.
سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې وشوه، دواړو غاړو د افغانستان لهخوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو په پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییز اتصال او سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر چې د"کابل پروسې دویم کنفرانس" کې پرې ټینګار شوی و، د پاکستان صدراعظم ته رسمي بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
د کابل پروسې کنفرانس د کب په ٩مه په کابل کې ترسره شو.
له بلې خوا ياد شوي پاکستاني پلاوي د ملي امنیت شورا په دفتر کې د ملي امنیت سلاکار او د نوموړي له مرستیالانو سره په مشترکه دوه اړخیزه ناسته کې برخه واخیسته.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه کېدو خبرې وکړې، په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې په بهیر کې همکاري او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.
سرچينه زياتوي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، چې د نوموړي هېواد د لوړپوړي پلاوي مشري یې کوله، د افغان حکومت له لوري وسله والو مخالفینو ته د سولې له وړاندې شوې طرحې څخه خپل کلک ملاتړ په ډاګه کړ او ويې ویل، چې د پاکستان حکومت د سولې او پخلاینې له طرحې سره همکاریو ته ژمن دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن