ترينکوټ (پژواک، ۲ ورى ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او د هغوى پلار او بل ماشوم ورور ټپيان دي.
دغه پېښه تېره ورځ د ابردي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يادې سيمې ملک امين الله پژواک خبري اژانس ته وويل د هاوان مرمۍ هغه مهال پر دغه کور ولګېده چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو پوځي عمليات روان وو.
د اروزګان امنيتي چارواکي په دې اړه ناخبري ښيي، خو وايي پلټنې به وکړي.
په دې سيمه کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د دولت وسله وال شتون لري او له تېرو څلورو ورځو راهيسې د هغوى پر ضد د دولتي ځواکونو عمليات روان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن