نيلي (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د دايکنډي د استيناف څارنوالۍ رياست تاييد کړه چې د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر د اخلاقي فساد، له دندې د ناوړه ګټې اخيستنې او د وسلې نا قانونه لېږدولو په تور نيول شوى دى.
د دايکنډي د استيناف څارنوالۍ مشر داوود اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر د مشر قاسم قسيم دوسيه څارنوالۍ ته سپارل شوې او اوسمهال تر څېړنه لاندې ده.
نوموړي زياته کړه چې اخلاقي فساد، له دندې ناوړه ګټه اخيستنه او د وسلو نا قانونه لېږد هغه تورونه دي چې پر قسيم لګېدلي دي.
د دايکنډي د والي وياند علي اکبر ناطقي وويل چې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر د تېرې چهارشنبې په ورځ نيول شوى دى.
نوموړي هغه اوازې رد کړې چې ګني د دايکنډي د ټاکنو کمېسيون ولايتي مشر له نيول کېدو وروسته خوشي شوى دى، هغه وويل چې دا خبره حقيقت نه لري او تورن لا هم بندي دى.
په دايکنډي کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن