جلال اباد (پژواک، ۲۸ وری ۹۷): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې يې د داعش ډلې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مسوول له دوو نورو کسانو سره نيول شوی دی.
دوی وايي، ياد کس د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند د داعش ډلې مرکزونو ته پر لاره و چې د پوليسو له لوري ونيول شو.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د ور په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د هسکې مېنې ولسوالۍ پوليسو د ياغي بند په سيمه کې د تلاشۍ پر مهال د داعش ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسوول نيولی دی.
هغه زياته کړه، نيول شوي کس د ښځو جامې او څادري اغوستې وه او نيول شوو نورو دوو کسانو يې يوازې د لېږد دنده پر غاړه درلوده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، نيول شوی شخص منور نومېږي، په حذيفه باندې مشهور دی او اصلاً د لغمان د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د مشرقيوال په وينا، د داعش ډلې ياد مسوول او ورسره نيول شوي دوه نور کسان اوس له پوليسو سره په بند کې دي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص فاميليو سيمه کې د حبيب جان په نوم د پاکستان هېواد له لوري روزل شوی وسله وال طالب نيولی دی.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوسمهال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې اوسېده.
په خبرپاڼه کې د حبيب جان له قوله ويل شوي چې د وسله والو طالبانو قوماندان قاري داوود تر مشرۍ لاندې يې پخوا په لوګر او اوس په ننګرهار کې فعاليت درلود.
نوموړي زياته کړې چې په پاکستان کې ورته د تخريبي کړنو په موخه ټريننګ ورکړل شوی او ورته ويل شوي چې په افغانستان کې جهاد روا دی.
دى وايي، پاکستاني ملايانو ورته د راکټي تخلص کېښود او له هغه وروسته به يې په افغانستان کې راکټ په اوږه ګرځاوه.
هغه ويلي: ((موږ سره د جګړې پر مهال به پنجابيان يو ځای و او د هغوی په خوښه به مو ځايونه په راکټ په نښه کول.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن