سرپل (پژواک، ١ غويى ٩٧): د سرپل والي وايي، د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې پر يوه پوسته د وسله والو مخالفينو په بريد کې شپږ سيمه ييز پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
محمدظاهر وحدت وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د توربلاق په سيمه کې پر ياده پوسته بريد وکړ.
د هغه په وينا، دغه پوسته له دې امله د لنډ وخت لپاره د وسله والو مخالفينو لاسته ولوېده چې مرسته کوونکي ځواکونه په وخت سيمې ته ونه رسېدل.
دى وايي، مرسته کوونکي ځواکونه ځکه په وخت ونه رسېدل چې په لار کې له کمين سره مخ شوي وو.
هغه وويل چې توربلاق کې نښتې شاوخوا درې نيم ساعته دوام وکړ او په پاى کې پوسته بېرته دولتي ځواکونو ونيوه.
د سميع الله په نوم د سيمې يو اوسېدونکي په بريد کې د شپږو سيمه ييزو پوليسو وژل کېدل تاييد کړل، خو ويې ويل چې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن