هرات (پژواک،١٥غويى٩٧): د هرات ولايت د ادرسکن ولسوال وايي چې کېداى شي ددغې ولسوالۍ لږ ترلږه اته ښوونځي د ښوونکو د کمښت له امله وتړل شي
د هرات د ادرسکن ولسوالۍ ولسوال محمدمودود چشتي د غويي په ١٥مه په يوه خبري ناسته کې ددغې ولسوالۍ د ښوونځيو حالت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې د ښوونکو او درسي توکو نشتوالى ددغې ولسوالۍ د پوهنې عمده ننګونې دي، په دغې ولسوالۍ کې له ٣٧٠ښوونکو څخه يې ٧٠رسمي او نور قراردادي، دي .
هغه زياته کړه چې له ٣٧٠ ښوونکو څخه اته يې ليسانسه او پاتې نور ټول د ١٢ فارغان دي.
ولسوال له حکومته وغوښتل چې د مسلکي ښوونکو په ګومارنه کې عملي اقدام وکړي.
ده وويل چې ټاکل شوې يوشمېر قراردادي ښوونکي تنقيض شي چې د هغو له لرې کېدو سره کېداى شي يوشمېر ښوونځي وتړل شي او اوس مهال په دې ولسوالۍ کې ٢٦٥ښوونځي موجود دي .
د هرات د پوهنې رييس عبدالرزاق احمدي وويل:(( په دې ولسوالۍ کې مخکې کلونو کې نه يواځې مسلکي ښوونکي، بلکې د ١٢فارغان هم نه پيدا کېدل.))
ده وويل چې دا يونيم کال د ښوونکو بستونه د اداري اصلاحاتو له لوري اعلانيږي خو په ادرسکن کې د مينه والو د نه شتون له امله نورو ولسواليو ته لېږل کيږي .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې په ادرسکن کې د ښوونکو د ګومارنې په موخه د استخدام بهير روان دى .
ده وويل:(( په ولسواليو کې د پوهنې پروړاندې موجودې ستونزې جدي دي،په همدې موخه د پوهنې رياست هڅې پيل کړې دي او يوه اندازه اصلاحات يې راوستي دي.))
ادرسکن د هرات له ناامنو ولسواليو څخه شمېرل کيږي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن