مهترلام (پژواک،۱۵غويى٩٧): د لغمان مرکز مهترلام ښار کې دماين چاودنې له امله د پنځو ښځو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د مهترلام ښار دحاجي ایوب مارکېټ کې په یو دوکان کې چاودنه شوې ده.
د ځواک د معلوماتو له مخې، په ياده چاودنه کې پنځه ښځې، دوه ماشومان او څلور نارينه ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې ټپيان د درملنې په موخه مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د والي وياند وايي، اوسمهال د څېړنې ټیم په سیمه کې په تحقیق بوخت دی او تر اوسه د پېښې اصلي لامل لا څرګند نه دی.
د پېښې يو عيني شاهد عبيدالله پژواک ته وويل چې د چاودنې له ځايه ګڼ شمېر کسان په ټپي حالت کې انتقال شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو.
د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دي منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن