ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بادغيس کې په تېروتنې سره شپږ سيمه ييز پوليس هوايي بريدکې ووژل شول”

9 May 2018 - 12:58
9 May 2018 - 12:58

قلعه نو (پژواک، ١٩ غويى ٩٧): ځينې سرچينې وايي، د بادغيس ولايت په مُقر ولسوالۍ کې په تېروتنې سره پر سيمه ييزو  پوليسو په هوايي بريد کې له دغو پوليسو څخه شپږ کسان وژل شوي دي.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شپږ سيمه ييز پوليس نن شاوخوا ١١ بجې د مُقر ولسوالۍ په سنګه خير سيمه کې له خپلې پوستې څخه چېرته روان وو چې د جېټ الوتکو تر بريد لاندې راغلل.

دى وايي، کېداى شي دغه الوتکې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو وي او پر يادو کسانو يې د دولت د وسله والو مخالفين ګومان کړى وي؛ ځکه چې وژل شويو کسانو پوځي جامې نه لرلې او هغه ملکي جامې يې پر تن وې چې د دولت وسله والو مخالفين يې هم اغوندي.

 بهرنيو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند سرور داوري، په ياده سيمه کې هوايي بريد تاييدوي، خو وايي چې تر دې دمه يې په اړه جزييات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version