کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۷) دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې په سعودي او افغانستان کې د رمضان میاشت ونه لیدل شوه، ځکه نو روژه به د پنجشنبې په ورځ وي.
دافغانستان د سترې محکمې ددارالافتاء رییس مولوی صدیق الله مسلم د غویي په ۲۵مه، د شپې ناوخته د ملي تلویزیون له لارې اعلان وکړ، چې د سعودي دسترې محکمې لخوا اعلان شوی چې په دغه هیواد کې د روژې میاشت نه ده شوې.
هغه زیاته کړه، چې نن سبا به د شعبان د میاشتې ۳۰مه او د پنجشنبې ورځ چې د غویي د میاشتې ۲۷مې نیټې سره برابره ده، دروژې دمیاشتې لومړۍ نیټه به وی.
بلخوا په نورو عربي هیوادونو اردن، عمان، کویټ، بحرین، متحده عربي امارات او مالیزیا او اندونیزیا کې هم پنجشنبه روژه اعلان شوې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن