Pajhwok Afghan News

رستاق ولسوالۍ کې دکافر کلا ډېره برخه په کرنیزه ځمکه بدله شوې

تالقان (پژواک، ٢٩ غويى ٩٧): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پرته د کافر کلا ډېره برخه ويجاړه او په کرنيزه ځمکه بدله شوې ده.

کافر کلا، سمچ کافر، پای کلا، د خواجه احمد مسکه، علاءالدین عطار او حضرت واقف جوماتونه او زیارتونه د رستاق ولسوالۍ له ډېرو نوموتو او لرغونو سیمو څخه دي، چې لا پخوا یا ویجاړ شوي او هم د ویجاړېدو له خطر سره مخامخ دي.

خو دمګړۍ د کافر کلا ډېره برخه په کرنیزه ځمکه بدله شوې او دغه چاره لا هم دوام لري.

بخش الله د هغو شاوخوا لسو کسانو په ډله کې ده چې هره ورځ د دغې لرغونې سیمې په کېندنو بوخت دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغې کلا ډېره برخه ویجاړه شوې؛ خو تر اوسه یې له خښتو او ګړیو پرته په کې داسې څه نه دي موندلي چې بیه ولري او د ساتلو وي.

هغه زیاته کړه: ((تر خاورو لاندې مو ډېر دېوالونه ړنګ کړل، پخې خښتې او ګړي ترې را وځي، تر اوسه کوم داسې قېمتي څه نه دي را وتلي، حاجي ملک چې موږ یې استخدام کړي یو، وايي په احتیاط کار وکړئ. نور نه پوهېږو چې څه غواړي.))

د رستاق ښار یوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک اژانس ته وویل چې سیمه ییز حکومتي چارواکي د لرغونو سیمو ساتنې ته هېڅ ډول پام نه کوي.

د ده په وينا، د دغې ولسوالۍ ډېرو لرغونو سیمو کې کېندنې دوام لري، چې څوک یې مخه نه نیسي.

دى وايي: ((ولسوال ترې خبر دی، امنیه قوماندان او ټول حکومتي مشران ترې خبر دي، خو مخه یې نه نیسي. دوی سره دغه احساس نشته، خلکو ورته شکایتونه کړي، تر اوسه داسې کوم کار نه دی شوی چې د لرغونو سیمو ساتنه وشي.))

په همدې مهال بیا د رستاق ولسوال عبدالغفور لودين د دغې ولسوالۍ په کافر کلا او نورو لرغونو سیمو کې د کېندنې په اړه بې خبرې څرګنده کړه.

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور په ادارې تور پورې کړ چې خلکو ته د لرغونو سیمو په پېژندلو کې پاتې راغلی دى.

ده وویل: ((ما څو وارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته مکتوب واستاوه چې موږ ته لرغونو سیمو لېست را کړي، خو تر اوسه دوی دا چاره نه ده تر سره کړې. موږ چې ورشو او د خلکو د کار مخه ونیسو، دوی راته وايي چې شخصي ځمکه مې ده.))

د ولسوال په خبره، که د اطلاعاتو او کلتور ریاست لرغونې سیمې ورته په ګوته کړي، ډېر ژر به یې د ساتنې پلان جوړ او پلی به یې کړي.

د تخار د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس عتیق الله ساحل بيا وویل، دوی هڅه کوي چې یو پلاوی سیمې ته ولېږي او دغه موضوع له نږدې و څېړي.

هغه زياته کړه، د دغه پلاوي رپوټ به له والي او امنیتي ارګانونو سره شریک شي چې د لرغونو سیمو ساتنه وشي.

که څه هم په رستاق ولسوالۍ کې د کافر کلا په اړه لا ډېر تاریخي معلومات نشته؛ خو د ځینو څېړنو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د کیشان (کوشان) او ایل کیشان (ایل کوشان) د کلیو شته والی ښيي چې دغه کلا د کوشاني پېر پورې اړونده ده.

Views: 6

Exit mobile version