کابل( پژواک،۳غبرګولی۹۷):د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزيره وايي چې د کانونو د ساتنې په پار د حکومتي ادارو شریکه کمېټه جوړه شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته داخبره وکړه.
هغې وویل چې د هېواد ډېری کانونه د یو شمېر ترهګرو ډلو او په حکومت کې دننه کسانو له لوري نيول شوي او په غیرقاتوني بڼه ترې استخراج کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې زیاته کړه:((طالبان یا داعش چې د کانونو په استخراج لاس پورې کوي د دولت مخالفین دي،مګر په نظام کې دننه هم داسې کسان شته چې نه یوازې د کانونو په غیرقانوني استخراج ، بلکې د نشه يي توکو په قاچاق،اختطاف او نورو غیرقانوني کارونو کې هم لاس لري.))
مېرمن نهان د کوم کس له نوم اخيستلو پرته وويل چې د دوی یوه برخه د ولسی جرګې او ولايتي شوراګانو غړی دي.
هغې د بېلګې په ډول د هېواد په نظام کې د شریکو خلکو له لوري په غیرقانوني ډول د بدخشان د لاجوردو د کان د استخراج يادونه وکړه.
د کانونو د وزارت سرپرستې زياته کړه چې دغو ګواښونو ته د رسېدنې په پار یې تېره اوونۍ له امنيتي چارواکو سره د کتنې پر مهال د حکومتي ادارو شریکه کمېټه جوړه کړه.
د هغې په خبره، دا کمېټه د کانونو، کورنيو چارو،دفاع وزارتونو،د ملي امنيت رياست او ملي شورا له استازو څخه جوړه شوې ده، ياده کمېټه به د کانونو د ساتنې لپاره يوه تګلاره جوړه کړي.
نرګس نهان وويل چې په همدې موخه یې د کانونو د ساتنې لپاره د یوې ۳۰۰ کسيزې قطعې د جوړونې وړانديز کړی ، په پام کې ده چې ژر تر ژره جوړه شي او د هېواد د کانونو د ساتنې په لومړي قدم کې د بدخشان د لاجوردو او د دره صوف امنيت وساتي.
هغې ازبکستان ته د خپل وروستي سفر او د دغه هېواد د نفتو او ګاز په اړه په کنفرانس کې د ګډون يادونه هم وکړه.
مېرمن نهان وويل، په دې کنفرانس کې د ازبکستان هېواد د نفتو او ګازو د شرکتونو له استازو، او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان د نفتو، ګازو،د اوسپنې،کرومايټ، لاجوردو او ډبرو سکرو د کانونو د استخراج په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
دکانونو وزارت سرپرستې وويل،په پام کې ده چې په دې برخه کې یو میکانیزم جوړ او د ازبکستان هېواد له دولتي ادارو او شرکتونو سره یې شریک کړي ترڅو په ياده برخه کې د قرارداد لپاره لاره هواره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن