کندوز(پژواک،۹غبرګولی۹۷): په کندوز کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې له ۲۲۰مرکزونو څخه، ۱۲۰ يې د نا امنۍ له امله تړل شوي او دا کار د راتلونکو ټاکنو د احتمالي نوماندانو د اندېښمنېدو لامل شوی.
په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر رييس رسول عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنيو له امله تر اوسه د کندوز په قلعه زال، کلباد، ګل تپې ولسواليو کې د نوم ليکنې پروسه نه ده پيل شوې.
نوموړي نن د( غبرګولي په ۹مه ) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ددغه ارګان د کار کوونکو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دی او له مرکزي او ځايي ادارو څخه غواړي چې د يادو سيمو د امنيت خونديتوب په موخه دې پوځي عمليات ترسره کړي.
له بلې خوا د راتلوونکو ټاکنو لپاره احتمالي نوماندان د ټاکنو د مرکزونو د تړل کېدو او امنيتي وضعيت د خرابېدو له امله سخت اندېښمن دي او دولت د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت په خونديتوب کې ناکام ګڼي.
د ولسي جرګې احتمالي نوماند اجمل شاهپور هم د نوم ليکنې مرکزونو د تړل کېدو له امله اندېښنه په ډاګه کړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو د ګډون لپاره چې ددوی روا حق د ی، امنيت خوندي کړي.
له کندوز ولايت څخه ولسي جرګې ته بل احتمالي نوماند غفور هوتک د امنيتي ځواکونو د پلان پر نه شتون په نيوکې سره له دولت څخه وغوښتل چې د خلکو د امنيت په ټينګښت کې دې جدي پلانونه ونيسي.
د نوموړي په خبره، که دغه وضعيت دوام ومومي، په کندوز کې به سرتاسري ټاکنې ترسره نه شي، ځکه ددغه ولايت د نوم ليکنې تر نيمايي ډېر مرکزونه تړلي دي.
له بلې خوا د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الله رحماني وويل:" موږ په نا امنو سيمو کې پر جدي پلانونو کار کوو او هڅه کوو چې په لا ډېرو سيمو کې امنيت رامنځ ته کړو څو هلته د نوم ليکنې مرکزونه فعال شي."
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې سلګونه مرکزونو د تړل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن