کابل (پژواک، ١٢ غبرګولی ٩٧): په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې او د يادې جرګې دويمې دورې ته احتمالي نوماندې تېره شپه د مزارشريف په يوه روغتون کې ساه ورکړه .
د نوموړې ورور سيد محب الله سادات د دغه خبر د منلو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې فهيمې سادات د زړه د حملې له امله د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف په يوه روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
فهيمې سادات د تېرې چهارشنبې په ورځ( د غبرګولي په ۹ مه) د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندۍ د نوم ليکنې فورمه په جوزجان ولايت کې د ټاکنو له ولایتي کمېسيون څخه تر لاسه کړې وه.
ټاکل شوې ده د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره ټاکنې د تلې په ۲۸ مه تر سره شي.
فهیمه سادات د ولسي جرګې په تېره دوره او اوسنۍ دوره کې د جوزجان د خلکو استازې وه.هغې په اوس وخت کې د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د کلتوري او ديني برخې کمېسيون غړيتوب درلود.
نوموړې د خديجه جوزجاني لېسې څخه فارغه شوې وه، د ۱۴ سند یې د جوزجان له دارالمعلمين او د لېسانس سند یې د تاجکستان له صدرالدین ایني پوهنتون څخه د حقوقو په څانګه کې تر لاسه کړى و .
مېرمن سادات د ولسي جرګې تر غړيتوب وړاندې د شبرغان د نسوان ۲ نمبر لېسه کې د استاد په توګه، په مزارشریف کې د يوناما د دفتر د کارمندې، په مزارشريف او جوزجان ولايتونو کې د یونيسف د ادارې د کارمندې او په جوزجان کې د مدني او کلتوري ټولنې د رییسې په توګه دندې تر سره کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن