پلخمري(پژواک،١٥غبرګولى٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د چسپکي ماين د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع د غبرګولي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د پلخمري ښار مرکزي چوک ته څېرمه پر يو موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي ، خو شجاع د ټپيانو هويت په ډاګه نه کړ.
خو بل لورته د بغلان د ملکي روغتون د همغږۍ د برخې مسوول ډاکټر شاه محمد هوفيان پژواک ته وويل چې له دې چاودنې څخه درې تنه ټپيان دوى ته ور وړل شوي دي.
هغه وايي چې په ټپيانو کې دوه تنه يې سيمه ييز پوليس او يو بل يې ملکى وګړى دى.
هوفيان وايي چې د يو تن سيمه ييز پوليس روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن