میمنه (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۷): فاریاب کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د کوچنې اختر په درشل کې د خوشحالۍ ډزو له امله یوه ښځه وژل شوې او دوه نور کسان ټپیان دي، بلخوا بیا وسله والو کسانو یو ښوونکی وژلی دی.
د فاریاب د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد نعیم مصمم وویل چې د مرميو سقوط له امله د بلوچ شاه نادر په کلي کې یوه ۳۸ کلنه مېرمن او څلورمه ناحیه کې یوه پېغله نجلۍ وژل شوې او د میمنې ښار پنځمه ناحیه کې یو سړی ټپي شوی چې پرون شپه د میمنې افغان – ترک روغتون ته وړل شوی دی.
د پولیسو یوې باوري سرچینې هم تایید کړه چې تېره شپه د خوشحالۍ په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او دوه کسان ټپیان شوي دي.
تېره شپه زرګونه مرمۍ د میمنې ښار په بېلابېلو برخو کې د وسله والو کسانو او امنیتي ځواکونو له لوري په دې پلمه فیر شوی چې ګواکې سبا اختر دی چې خلکو د فېسبوک پاڼو له لارې پر امنیتي چارواکو کلکې نیوکې وکړې.
په ورته وخت کې د فاریاب ولایت خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي وویل چې یو ښوونکی تېره شپه د دې ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه ښوونکی د طالبانو د قوماندان حاجي امین له خوا په دې ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
خو حاجي امین په دې پېښه کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړل او وايي چې دا پېښه په بازار کې دننه او د دولت تر واک لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن