زرنج (پژواک،٢٥غبرګولى ٩٧): د نیمروز ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۹۰ سلنه ښځې بلوڅي جامي اغوندي او د یاد ولایت ډېری مېرمنې د بلوڅي جامو پر جوړولو لګیا دي.
په نیمروز کې د ښځو چارو د ریاست مسوولې شيما محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې بلوڅي او د نورو قومونو اړوند ښځې له ( زی استین ګپتان) جامو څخه استفاده کوي او له ۵۰ تر ۶۰ سلنه ښځې په یاد ولایت کې په ځانګړي ډول په کلیو او ولسوالیو کې د دغو جامو په خامک جوړولو بوخت دي.
نوموړې زیاتوي چې په نیمروز کې هره ښځه د توان تر کچې د ستنې کار پر هنر بوخته ده؛ خو له بده مرغه چې تر اوسه هېڅ بنسټ نه دی حاضر شوی، ترڅو د یادو دغو لاسي صنایعو د پرمختګ او بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.
د یاد ولایت د بلوڅو یو قومي مشر حاجي ملنګ رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، د زی استین ګپتان جامې د بلوڅو محلي جامې دي چې د افغانستان، ایران او پاکستان په هغه سیمو کې چېرته چې بلوڅ اوسېږې استعمالېږي؛ خو د یادو جامو استعمال اوس ډېر شوی دی.
خو نوموړي زیاته کړه چې په ټولیز ډول په نیمروز کې د ټولو قومونو وګړي یادې بلوڅي جامې اغوندي؛ ځکه چې په دې جامو سره د پردې له نظره ټول بدن پوښي، دويم دا چې د ډېر خامک درلودو له امله ډېره ښکلا لري او د کیفیت له نظره د ډېر وخت لپاره دوام کوي.
که څه هم چې د غاليو او فرشونو د اوبدلو صنعت چې یو وخت يې د نیمروز د ښځو لپاره مهم عاید وو خو له بده مرغه اوس کم شوی او په دغه ولايت کې اوس ډېری ښځې د بلوڅي جامو جوړولو ته مخه کړې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن