دوهم تعقيب - جلال اباد (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٧): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د حکومت او طالبانو د ګډې غونډې له بهير وروسته د ولايت مخې ته ځانمرګى بريد شوى چې ۱۹ تنه په کې وژل شوي او ٦٥ ژوبل دي.
د ننګرهار د ولايت د مقام په دننه کې، نن د ننګرهار د والي په ګډون د حکومتي مسوولينو او څو تنو طالبانو ترمنځ غونډه وشوه.
د دې غونډې تر خلاصېد وروسته، ډېر خلک را بهر شوي وو او يو شمېر د وتلو په حال کې و چې د ماسپښين په کابو درې بجو ورباندې چاودنه وشوه.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد و چې د لومړنيو معلوماتو پر اساس، تر لسو زيات کسان په کې وژل شوي دي.
خو د عامې روغتيا رئيس بيا وايي چې د پېښې له ځايه ورته ۱۵ جسدونه او ٦٥ ټپيان انتقال شوي دي.
د يادولو ده چې د اختر په مناسبت د درې ورځنې اوربند له امله، يو شمېر طالبانو جلال اباد ښار ته راغلي وو او د ننګرهار له مسوولينو سره ګډه غونډه کې يې برخه لرله.
پرون هم د د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د حصار شاهي په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د اوربند په نمانځونکو چاودنه شوې وه چې ٣٦ تنه په کې وژل شوي او ٦٥ نور ټپيان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن