کندوز ښار(پژواک،٤چنګاښ٩٧): د کندوز چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢١ طالبان او اووه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د چنګاښ په څلورمه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په چهاراهي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ٢١ طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
نوموړي په دې جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې طالبان په شا تمبول شوي او اوسمهال سيمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.
خو بل لورته د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ٤٠ طالبان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي چې د دې بريدونو پرمهال اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي امين الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
هغه وايي: (( هره ورځ پوليس او د اردو سرتېري وژل کېږي، حکومت بايد د طالبانو پر وړاندې بېرته عمليات پيل کړي که نه د تلفاتو شمېر به يې نور هم لوړ شي.))
وسله وال طالبان تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يادونې ده چې د روژې په مياشت کې لومړى حکومت او بيا د اختر په درېيو ورځو کې طالبانو هم اوربند اعلان کړ، خو طالبانو د اختر په څلورمه ورځ بېرته جګړه پيل کړه او حکومت بيا د اوربند موده لسو ورځو ته وغځوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن