فراه (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٧): چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو نن سهار د فراه د ملي امنيت ښاري مدير وواژه .
د فراه د ولايتي شورا غړي ګل احمد فقیري پژواک اژانس ته وويل چې د فراه د ملي امنيت ښاري مدير ياسين خان نن سهار اته نيمې بجې د ملي امنيت د ښاري مديريت په دوه سوه مترۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
هغه وويل چې په موټر کې سپرو کسانو د ملي امنيت د ښاري مدير پر موټر ډزې وکړې او له سيمې وتښتېدل.
هغه د بريدکوونکو د شمېر او د موټر د ډول په اړه څه ونه ويل .
د فراه د والي وياند ناصرمهري ددغې پېښې د منلو ترڅنګ وويل چې د ملي امنيت ښاري مدير په فيلډر موټر کې د سپرو کسانو له خوا د فراه ښار په درېيمه ناحيه کې وژل شوى دى.
هغه وويل چې بريدکوونکي په تېښته بريالي شوي او د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي.
ددغه بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن