کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩٧): د کابل پوليس وايي چې د نهمې امنيتي حوزه په يوه پارک کې ډزې شوې دي.
د کابل امنيه قومندان پاسوال داود امين وايي چې دغه ډزې نن ماښام د مکروريانو په فردوسي پارک کې شوې دي، خو د لامل په اړه يې دقيق جزئيات اوسمهال نشته.
ده زياته کړې، پوليس سيمې ته رسېدلي او ستونزه به پاى ته ورسېږي.
د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ډزې د دوو کورنيو د غړو ترمنځ شوي چې جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن