میمنه (پژواک ، ١٥چنګاښ ٩٧): کومانډو ځواکونو د نظام الدين قيصاري د کور نيولو پرمهال په نښته کې د هغه پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله .
بلخوا د هغو نامسوولوکسانو له ډلې چې د فارياب ولايت د هوايي ډګر چورلکو يې بريد کاوه ، ٢١کسان نيول شوي،دوه وژل شوي، دوه نور ټپيان دي او يوه اندازه وسله او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په فارياب کې د جنبش ګوند ولايتي مسوول پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده .
سرچينې زياته کړه چې د نښتې پرمهال د قيصاري دوه تنه وژل شوي، درې نور ټپيان او يوتن نيول شوى دى.
د ٢٠٩شاهين قول اردو مسوولينو په دې اړه څه ونه ويل، خو د پوليسو يوې سرچينې د کومانډو ځواکونو له خوا د قيصاري د کور نيول تاييد کړل .
د قيصاري کور د فارياب د هوايي ډګر ترڅنګ او د ملي اردو د لومړۍ لوا په څو مترۍ کې موقعيت لري.
یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تیره شپه تر ۴۰ پورې د قیصاري وسله وال دولتي ځواکونو ته ځانونه سپارلي.
سرچینې زیاته کړې، چې نن هم هلته ډلې ډلې د قیصاري وسله وال ملي ځواکونو ته تسلیم شوي او حالات د عادي کیدو په لوري روان دي.
نظام الدین قیصاري د جنرال دوستم د مهمو سيمه ييزو قوماندانانو له ډلې څخه و چې هلته يې د ولسي پاڅون کوونکو کسانو مشري کوله او په يوه امنيتي غونډه کې يې يو شمېر لوړپوړي دولتي امنيتي کسان ګواښلي، چې له هغه وروسته څلور ورځې وړاندې د کومانډو ځواکونو د ځانګړې قطعې له لوري ونيول او کابل ته انتقال شو.
د قيصاري د نيولو په غبرګون کې په فارياب، جوزجان،سرپل، بلخ او تخار کې لاريونونه ترسره شول چې په فارياب کې تېره ورځ لاريون کوونکو د ولايت مقام ودانۍ او دولتي موټر وسوځول، د امنيتي ځواکونو په ډزو کې يو لاريون کوونکى ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول .
خو فاریاب ته د حکومت لېږل شوي لوړ رتبه پلاوي د یاد ولایت له قومي مشرانو سره په ناستې کې له یوې پرېکړې وروسته په دغه ولایت کې ټولې غونډې او نور حرکتونه د امنيتي ګواښونو تر پای ته رسېدو پورې ځنډولي او پرېکړه شوې که چا سرغړونه وکړه قانوني کړنه به ورسره وشي . You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن