کابل(پژواک ١٩چنګاښ ٩٧): ولسمشر غني نن سهار د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته سفر وکړ.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن دچنګاښ په ١٩مه د دولت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، دغه ناسته د ناټو د مشرانو په ګډون راتلونکې پنجشنبې په بروکسل کې ترسره کېږي.
د مرتضوي په خبره؛"افغانستان له بهرنۍ ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې له بهیر څخه ملاتړ او د اقتصادي جرمونو له سازمانو سره مبارزه" هغه موضوعات دي چې په غونډه کې به پرې بحث وشي.
مرتضوي زیاته کړه، ټاکل شوې سبا چهارشنبې ولسمشر په بروکسل کې له یو شمېر چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې وکړي او پنجشنبې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون تر څنګ وینا وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د یادې غونډې پایلې له افغانستان څخه د ناټو مشرانو د ملاتړ له ژمنو سربېره د سولې په بهیر هم اغېز کولای شي؛ ځکه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د دولت د هڅو سربېره دغه بهیر ته د لاس رسي لپاره د هېوادونو سیاسي غونډې ته هم اړتیا ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن