بروکسل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۷) : د ناټو سرمشریزه غونډه چې افغانستان یې د اجنډا مهمه برخه ده، څو شېبې مخکې پیل شوه.
په دې غونډه کې د ناټوسازمان او متحدینو د شاوخوا ۴۳هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران ګډون کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا لومړى وزير، د بریتانیا او جرمني لومړۍ وزيرانې هم ددې غونډې ګډونوال دي.
ولسمشر اشرف غني پرون او اجراییه رییس نن په دې غونډه کې د ګډون لپاره دبلجیم پلازمېنې بروکسل ته رسېدلي دي.
د ناټو سکرتر جنرال نن ددې ناستې تر پیل مخکې خبریالانو سره په لنډو خبروکې وویل، چې په لومړۍ ورځ به دوی د ناټو سازمان پر دفاعي بودیجې، ددفاعي
وړتیاوو پر زیاتولو، په عراق کې د روزنې ماموریت، ترهګرۍ او داعش سره پرمبارزې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه چې دویمه ورځ به ناټو له خپلو متحدینو اوافغان پلاوي سره پر افغانستان خبرې وکړي.
د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې دافغان ځواکونو پر دوامداره مالي ملاتړ، افغان سولې پروسې څخه ملاتړ او د ناټو د روزنې د ماموریت پر ادامې
پرېکړې وشي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ددې ناستې ترڅنګ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره ځانګړې ناستې هم ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن