جلال اباد (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې اچين ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د ملکي وکړو په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د اچین ولسوالۍ د پېښې اړوند لته بند سیمه کې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې او پنځلس دقیقې په یاده سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان بلال د پلار پر هایلکس ډوله موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی او یو سیمه ییز پولیس وژل شوي او د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان پلار جلال پاچا په ګډون ۳ امنیتي منسوبین او درې ملکي وګړي ټپیان شوي،چې د یو تن ټپي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.
د خوږياڼي په وينا د پېښې ټول ټپیان د غني خېلو مرکزي او څېرمه نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، جلال باچا په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د تنظيم مسووليت هم پر غاړه درلود.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال هم پژواک ته وويل چې د چاودنې له ځايه ورته درې ټپيان او دوه جسدونه د غني خېلو رغتون ته انتقال شوي دي.
د چاودنې مسوليت تر اوسه د دولت کومې وسله واله مخالفې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن