ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنې اتو ملکي وګړو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

15 Jul 2018 - 19:29
15 Jul 2018 - 19:29

جلال اباد (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې اچين ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د ملکي وکړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د اچین ولسوالۍ د پېښې اړوند لته بند سیمه کې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې او پنځلس دقیقې په یاده سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان بلال د پلار پر هایلکس ډوله موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی او یو سیمه ییز پولیس  وژل شوي او د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان پلار جلال پاچا په ګډون ۳ امنیتي منسوبین او درې ملکي وګړي ټپیان شوي،چې د یو تن ټپي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

د خوږياڼي په وينا د پېښې ټول ټپیان د غني خېلو مرکزي او څېرمه نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، جلال باچا په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د تنظيم مسووليت هم پر غاړه درلود.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب الله کاموال هم پژواک ته وويل  چې د چاودنې له ځايه ورته درې ټپيان او دوه جسدونه د غني خېلو رغتون ته انتقال شوي دي.

د چاودنې مسوليت تر اوسه د دولت کومې وسله واله  مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه دی منلی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version