جلال اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته د بريد پرمهال اووه پوليس وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۵مه پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه د غني خېلو ولسوالۍ اړوند مارکو او غني خېلو سړک په سيمه کې د فرش په نوم يوه پوسته باندې وسله والو ډله ييز بريد کړی و.
هغه وايي، د بريد پرمهال په پوسته کې موجود اووه سرتېري وژل شوي او وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نشته.
په سيمه کې يوې باوري امنيتي سرچينې بيا پژواک ته ويلي چې وسله والو د بريد پرمهال له پوليسو وسلې او مهمات هم وړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال هم پژواک سره د خبرو پرمهال تاييد کړه چې د جګړې له سيمې ورته اووه جسدونه وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه بيا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، پوليسو د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريدلپاره چمتو شوی واسکټ، يو شمېر وسلې او مهمات نيولي دي .
د ننګرهار د والي وياند وايي چې ددغه ولايت دامنیه قوماندانۍ پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو د غني خېلو ولسوالۍ اړوند مارکو بازار کې له يو موټر شویۍ څخه د پلټنې پر مهال د ځانمرګي بریدګر لپاره چمتو شوی له چاودېدونکو توک ډک واسکټ تر لاسه کړى او د قضیې اړوند یې د موټر وینځلو د مرکز مسوول هم نیولی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن