کابل(پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): پوليس وايي چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار محمد امين "منصف" له دوو ساتونکو سره وتښتاوه، خو منصف ترې ژغورل شوى او د ساتونکو برخليک يې نه دى معلوم.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده کسانو محمد امين منصف له دوو ساتونکو سره تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پغمان ولسوالۍ د خواجه مسافر له سيمې وتښتاوه.
د ده په وينا، پوليس د دغو کسانو له تښتولو ژر خبر شول، سيمه يې کلابنده کړه او په پايله کې يې محمد امين منصف ژغورل شوى او تښتوونکي يواځې د هغه د دوو ساتونکو په له ځان سره بېولو بريالي شوي دي.
د ده په وينا، د يادو دوو کسانو د راخوشې کولو په موخه عمليات روان دي.
تراوسه چا د محمد امين منصف او د هغه د ساتونکو د تښتولو مسووليت نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن