هرات (پژواک، ٤ زمری ٩٧): د هرات پولیس وايي، د اسلام کلا په بندر کې د افغانستان او ایران د پولې تر څنګ یې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، نیول شوی کس د هرات اوسېدونکی دی او په یو ټېلر موټر کې یې ایران ته د پنځه کیلو ګرامه هېرویینو د لېږد پلان درلود چې د اسلام کلا بندر په صفري برخه کې د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو له لوري ونیول شو.
نوموړي زیاته کړه، دغه کچه نشه يي توکي د موټر په بېټرۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن