ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له ۹ تښتول شوو کسانو څخه دوه تنه خوشې کړي

30 Jul 2018 - 17:19
30 Jul 2018 - 17:19

چاریکار( پژواک، ۸ زمری ۹۷): د پروان شیخ علي ولسوالۍ چارواکي وايي چې تېره ورځ ماښام، طالبانو د دې ولسوالۍ په تنګي لعلي سیمه کې ۹ مساپر له موټره راښکته کړي او له ځان سره یې وړي ، خو نن یې دو تنه را خوشې کړي دي.

د شیخ علي ولسوالۍ د سکتوري خدمتونو مدیر عبدالرووف سروري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېر ماښام له دوه کرولا اویو فولډر موټر څخه ۹ مساپر چې د بامیان پر لور روان وو، د تنګي لعل له سیمې ځان سره وړي دي.

نوموړي له جزییاتوورکولو پرته وویل چې یاد ۹کسان دهېواد بېلابېلوولایتونو اوسېدونکي دي  او امنیتي ځواکونو د هغوی د خوشې کولو لپاره کابو یو ساعت له طالبانو سره جګړه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې طالبانو نن سهار د یادو مساپرو له ډلې دو تنه چې د لوګر او ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي، را خوشې کړي دي.

نوموړي وویل چې قومي مخور طالبانو ته ورغلي او د نیول شووکسانو په اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې دي، طالبانو ویلي چې د هر یو په اړه څېړنه کوي که ملکي کسان وي، ټول خوشې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version