هرات (پژواک، ١٠ زمری ٩٧): د هرات امنیه قومانداني وايي چې د هاوان مرمۍ د یوې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور کسان ټپیان دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار د پښتون زرغون ولسوالۍ په دښت نیران سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، د هاوان مرمۍسرګلوله وسله والو مخالفینو په یاده سیمه کې ځای پر ځای کړې وه.
نوموړي زیاته کړه: (( دغه کم عمره ماشومان د لوبو پر مهال وژل شوي دي.))
هغه وویل، د چاودېدونکو موادو ځای پر ځای کول د وسله والو مخالفینو تکتیک دی چې ډېری وخت په کې ملکي وګړي وژل کېږي.
داپه داسې حال کې ده چې تېره ورځ په مسافر وړونکي موټر د ماین چاودنې له امله د فراه ـ هرات پر لویه لار ۸ ملکي وګړي ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن