ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۱۴۹زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې

1 Aug 2018 - 16:39
1 Aug 2018 - 16:39

کابل (پژواک، ۱۰ زمرى ٩۷): د لوړو زده کړو وزارت د کانکور پايلې اعلان کړې چې له مخې يې له ۱۴۹زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.

د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري نن په کابل کې د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان په مراسمو کې وويل چې د دغې ازموينې له ټولو څه د پاسه ۱۷۵زره داوطلبانو څخه تر ۱۵۸زرو ډېرو کسانو په ازموينه کې برخه واخيسته.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروسه کې تر ۱۴۹زره ډېر کسان بريالي شوي  او د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته يې لار موندلې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، له برياليو کسانو څخه شاوخوا ۶۰زره تنه چې ٣١ سلنه يې نجونې دي د دولتي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو  او نږدې  ۱۲۵۰۰ نور د دولتي نيمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي دي.

دى وايي چې په ازموينه کې له برياليو کسانو څخه شاوخوا ۷۶ زره تنه به د لوړو زده کړو نادولتي موسسو د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته وروپېژندل شي، تر څو هلته زده کړې وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموينه کې تر ټولو ډېرې نومرې  (۳۵۳،۴۴۶) د کابل اوسېدونکې تهمينه، دويمه لوړه نومره (۳۴۸.۲۶۹) د هرات اوسېدونکي محمد عمادالدين، درېيمه لوړه نومره (۳۴۸.۲) د باميانو اوسېدونکي مختار   تر لاسه کړې دي.

ده  زياته کړه چې تېر کال د کانکور ازموينې په پروسه کې ۱۵۰ تخطۍ شوې وې؛ خو سږکال يې کچه ٥٠ ته ټيټه شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستيال بري صديقي وويل چې د شپې پوهنځيو، ديني مدرسو او د څوارلسمو ټولګيو فارغانو د کانکور ازموينې پايلې به وروسته اعلان شي.

  تېر کال د کانکور ازموينې له ١٦٩زرو ګډونوالو څخه ١٤٧زره کسان د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته  بريالي شوي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version