کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۷): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د څلورو داعشیانو په ګډون ۲۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نهو بېلابېلو عملیاتو پر مهال په ننګرهار، کونړ، غزني، پکتیکا، پکتیا، اروزګان، فراه، فاریاب، کندوز، نیمروز او هلمند ولایتونو کې وسله والو مخالفینو ته تلفات او زیانونه اړولي دي.
سرچینې لیکلي چې د دغو یرغلیزو او چاڼيزو عملیاتو پر مهال د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې د داعش څلور وسله وال، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې دوه، د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې پنځه، د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې درې، د فراه د مرکز په ګنهکان ساحه کې یو او د کندوز په دشت ارچي کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې ۲۱ وسله وال مخالفین ټپیان شوي هم دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وسله والو مخالفینو له خوا خښ شوي ۲۵ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن