پلخمري (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د والیبال د اتو لوبډلو تر منځ د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ نن (د زمري ١٨مه) پيل شوې چې نهه ورځې به دوام وکړي.
د بغلان د ورزشي امریت د فني چارو مسوول عثمان شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د والیبال فدراسیون هر کال په ټول هېواد کې د والیبال لوبې غوره لیګ سیالۍ پر لاره اچوي، څو د ځوانانو کلنۍ وړتیاوې معلومې کړې.
شیرزي وویل: ((بغلان کې هم په همدې موخه د ۸ لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې څو په دې لوبه کې موږ غوره لوبډله وټاکو چې بيا د هېواد په کچه له نورو لوبډلو سره سيالي وکړي.))
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ لوبډلې يو غړي عبدالمحمد میرزا هم پژواک ته وویل: ((موږ هر کال د والیبال سیالۍ ترسره کوو نن هم د یادو سیالیو پیل دی او کوښښ به وکړو چې دغه سیالۍ وګټو.))
ده وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د بغلان د واليبال په لوبډلو کې نوى ځوانان هم ليدل کېږي چې دا يو ښه زېرى دى.
د يادونې ده، په بغلان کې د والیبال تر څنک د کرکټ، فوټبال، جوډو، کراټې، د بدن د غړو ښکلا او نورو برخو لوبډلې هم شته دي چې سلګونه ځوانان په کې لوبېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن